کابل کې د کرنې د ودې ملي کنفرانس پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۳:۳۹
 کابل کې د کرنې د ودې ملي کنفرانس پیل شو


۳ لیندۍ ۱۳۹۸
په هېواد کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا په پار د پنځه او لس کلن پلان د چمتو کولو په پار دکرنې د ودې ملي کنفرانس د کرنې په وزارت کې پیل شوی دی.
په دې درې ورځنۍ ملي کنفرانس کې، چې د کرنې سکټور د اړوندو بنسټونو چارواکي، کارپوهان، د کرنې پوهنځي استادان، د ولایتونو دکرنې رییسان، د پور ورکوونکو بانکونو استازو، د کرنې، مالدارۍ، تولیدي او صادراتي ټولنو سلګونه استازو شتون لري ټاکل شوې، چې له هر اړخیزو خبرو اترو او د لاسته راوړنو او ننګونو تر ارزونې وروسته به د کرنې دودې او پراختیا پنځه او لس کلن پلانونه چمتو شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د یاد کنفرانس په پرانیستونکي وینا کې وویل، چې د کنفرانس په درې ورځو کې دې باید د کرنې د ودې او پراختیا، ننګونو او شته سرچینو په هکله ټول شته معلومات د کنفرانس غړو ته وړاندې شي او له هر اړخیزو خبرو اترو ورسته به پنځه او لس کلنې برنامې چمتو شي. ښاغلی درانی د یاد کنفرانس ګډونوالو ته به خطاب کې وویل: «تاسو ټولو ګرانو ګډونوالو او د هېواد خبره ګانو څخه مې هیله داده، چې د هېواد عیني شرایطو ته به کتو خپل عالمانه، تخصصي او علمي نظرونه له یوبل سره شریک کړئ او د سیمه ییزو او فرامنطقوي معیارونو په ارزونې سره داسې یو اسټراټژي چمتو کړئ، چې د هېواد د ټیکاو او بلاخره د ملي اقتصاد د ودې لامل شي.»
د کرنې وزیر په خبره، په لومړي پړاو کې د اوسني سرچینو ارزونه او د کرنیز وارداتي توکو تعویض او د افغانستان ځانګړو کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړول، افغانستان په یو صادراتي هېواد بدلول، د کرنیزو محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا په پار د کرنې په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې جلبول، له شته وړتیاوو او سرچینو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه او د نوي وړتیاوو ایجادول هغه معیارونه دي، چې د پنځه کلن او لس کلن پلانونو په چمتو کولو کې ورته پام کیږي. هغه دغه راز وویل، چې د اقلیم د بدلون پروړاندې د کرنې سکټور د زیانمنېدو کچه ټېټول، له دودیز کرکېلي څخه مدرن او عصري کرکېلي ته تلل، د ننګونو د هوارولو او حل لارو موندلو په پآر هلې ځلې او له شته فرصتونو څخه موثره استفاده کول نور هغه معیارونه دي، چې د نوي پلان په چمتو کولو کې ورته پام کیږي.
ښاغلي درانی د افغانستان ځانګړي کرنیز توکي، چې په کې جلغوزې، زعفران، انجې، زېره، الویه وریار او ارګانیک ووچې او تازه مېوې شامل دي بالافعل او بالقوې فرصتونه وبلل او ویې ویل، چې همدا ووس دا محصولات ښه نړیوال مارکېټ لري. د کرنې وزیر وایي، چې د کرنې په برخه کې تر دوو میلیارډه ډالرو د پانګونې فرصتونه شته، چې دا فرصتونه د خصوصي سکټور د پام جلبولو ښه زمینې دي. نصیر احمد درانی وویل: «د خصوصي سکټور له فعالې ونډې پرته ددې سکټور (کرنه) تلپاتې وده ناشونې ده. هیله لرم، چې ددې کنفرانس په پای کې ستاسو نظرونه او وړاندیزونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې قارد کړي، چې د ځان بساینې، کارموندنې، د بېوزلۍ د کچې ټېټولو، د خوړو خوندیتوب او د خصوصي سکټور پر بنسټ ولاړ د کرنې د ودې پنځه کلن او لس کلن اسټراټژۍ چمتو کړي.»
په همدې حال کې د ولسمشر سلاکار او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبال اجمل احمدي وایي، چې د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه وګړي په کرنه او مالداۍ بوخت دي او د هېواد د ټولو سیمو په ۳۰ سلنه کې یې کرکېله کیږي. هغه دغه راز وویل، چې د افغانستان ډېری صادراتي توکي کرنیز توکي دي. د احمدي په خبره له دې سره سره بیاهم د افغانستان صادرات او واردات نامتوازن دي او افغانستان په کال کې کابو اووه میلیارډه ډالر واردات او نږدې یو میلیارډه ډالر صادرات لري. احمدي وایي، چې سوداګریز بیلانس تر ټولو لویه ستونزه ده.
د کرنې وزارت د پلان او برنامو لوی رییس شکیب شریفي هم وویل، چې ددې درې ورځنۍ کنفرانس په پای کې به د کرنې د ودې د لار نقشه مشخص شي. هغه وویل: «د ټولو ګډونوالو لید لوری او نظرونه به د کرنې دودې د لار نقشه جوړه کړي. دا په دې مانا چې موږ ټول نظرونه او وړاندیزونه ثبتوو او د پلان په ترتیب کې ورڅخه ګټه پورته کوو.»
ددې کنفرانس په پیل کې د کرنې او پراختیا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالحمید هلمندی وویل، چې افغانستان د کرنې د ودې او پراختیا په پار ښه وړتیا لري. د هغه په خبره، څلور میلیونه کرنیزې ځمکې کې لا هم کرکېله نه کیږي او ددې هېواد ۷۰ سلنه اوبه بهرنیو هېوادونو ته ځي.
د یاد درې ورځني کنفرانس په لومړي برخه کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی څخه عبدالولي سالاري په هېواد کې له دودیز کرکېلي څخه عصري کرکېلي ته تګ او د هېواد د کرنې د صنعتي کېدو د موخې په هکله معلومات وړاندې کړل. ددې ترڅنګ د کرنې وزارت د کرنیزو چارو چارسمبال مرستیال محبوب الله ننګ د تولیدي عواملو پر اهمیت او د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې د تولیدي عواملو د رول او دغه راز له بهرنیو چارو وزارت څخه غلام علي فرزام او محمد اسماعیل جویا له نورو هېوادونو سره د سوداګریز او ترانزیتي اړیکو د پراختیا په پار ددې وزارت د دوه او څو اړخیزو سندونو د لاسلیکېدو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۹
Background image

د خوست دکرنې رییس د شیخ زاید پوهنتون چارواکو سره وکتل

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري د شیخ زاید پوهنتون په استازیتوب د استاد زرولي صدیقي په مشرۍ، چې استاد رحمت ګل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۳
Background image

خوست کې له نباتي ناروغیو سره د مبارزې په موخه ګرځنده ټیم جوړ شو

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې  د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کروندګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهارد  کرني، اوبولګولو. . .

بازگشت