ډاکټر انوارالحق احدي، له ولسي جرګې څخه د کرنې وزیر په توګه د باور رایه ترلاسه کړه
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د ولسي جرګې په ننني رایه اچونه کې ډاکټر انوارالحق احدي، د خلکو استازو له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر په توګه د باور رایه تر لاسه کړه. په دې رایه اچونه کې ۲۴۴ رایې واچول شوې، چې له دې ډلې ښاغلی احدي ۱۸۹ رایې ترلاسه کړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د ولسي جرګې له باور څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، د خلکو له استازو غوړاي، چې د کرنې د ودې په پار د چارو د پرمختګ او د پروژو په پلي کولو کې د کرنې له وزارت سره لا ډېره همغږي ولري.