پکتیا کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۳
پکتیا کې د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګيو د وېش لړۍ پیل شوه

د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لورې ددې ولایت د مرکز په ګډون په اریوب ځاځی، پټان، میرزکه، شواک، ګرده څیړۍ، وزي ځدران، لجه منګل او احمد خیلو ولسوالیو ته ۶۰۰۰ د چهار مغزو نیالګي را انتقال او یادې ځنګلاتي ټولنو د غړو څخه د نیال کولو او لسو کالو پورې ساتنې، پالنی او اوبو ورکولو په موخه ترې تعهد لیکونه واخیستل شول او نیالګی ورته عملآ ووېشل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او پکتیا د کرنې ریاست پلاوی د ځنګلونو د بیا رغونې په برخه د یادېو ټولنو اړوند سیمې انتخاب کړي دي ترڅو یاد نیالګي په کې کښېنول شي.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وایي، چې د ځنګلونو په بیارغونې سره به د ژوند چاپېریال ته د ورپیښو زیانونو مخه ونیول شي او له  بزګرانو يې وغوښتل، چې خړوبولو، ساتنې او پالنې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت