پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۳
پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ اړوندو چارواکو سره ناسته وشوه

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام د جاني خېلو، لجه منګل او احمد خېلو ولسوالیو چارواکو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي، نوموړي مشرانو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق ونيول شول د قانون منګولو ته یې وسپارۍ او د ځنګلونو خوندیتوب په پار خپلې هلې ځلې کړندۍ کړئ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

دافغان اېډ مؤسسې چارواکو خپل کرنیز او د اوبولګولو پروژې د کرنې وزارت سره شرکې کړې

دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په شتون کې دیوې غونډې په ترڅ کې د افغان اېډ مؤسسې چاراکو د کرنې، اوبولګولو او نورو اړوندو برخوکې د خپلو پروژو د تطبیق پلان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د قوش تېپې کانال د ۲۰۰زره هکتاره ځمکو باندې د زراعتی او صنعتی کمپلیکسونو د جوړونی لومړنۍ غونډه  دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست لخوا ملي پراختيا شرکت ته د قوش تېپې کانال د شاوخوا دوه سوه زره هکتاره ځمکه باندی د یادو کمپلیسکونو د جوړولو لمړۍ غونډه د اراضۍ لوی رياست. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

بازگشت