پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۳۱
44

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل. 
د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل انجینر خوشحال اصفي، د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز، د احصایې او معلوماتو د تنظیم امر قاري سیلاب ذکریا، د اکشن ایډ مؤسسې مسؤل عبدالواسیع حنیفي، د پچیر اګام ولسوالۍ مرستیال ولسوال او نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
انجینر خوشحال اصفي په دې غونډه کې وویل چې سږکال په ننګرهار کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي، چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د وېش لړۍ پیل شوه. 
نوموړي زیاته کړه چې ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي همکار دی او هڅه کوي د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه کړي، تر څو د خوړو خوندیتوب رامنځته شي. د راتلونکي لپاره یې وویل چې د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکو او نورو اړوندو برخو کې بزګرانو او مالدارانو ته مرستې کوي.
مفتي عزیز الرحمن عزیز د اصلاح شوي تخمونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې هم وکړې. هغه وویل چې د ننګرهار کرنې ریاست د ژمنې سره سم، سږکال د غنمو د کرڅخه یوه میاشت وړاندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې توزیع کړي. 
د ننګرهار کرنې ریاست هر کال د خپلو همکارو موسسو په مرسته زرګونه بزګرانو ته د زیات حاصل ترلاسه کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل توزیع کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ماليې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د ننګرهار بټي کوټ کې لسګونو بزګرانو سره د جوارو اصلاح شوي تخمونو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د کورډیډ مؤسسې په مالي او د افغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې «آر،آر،اې،اې». . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی. . .

بازگشت