په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۵:۲۶
په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي

۲۴چنګاښ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایې، چې سږکال د بادغیس، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي.
 ددوی په وینا تر اوسه د پستې د ځنګلونو د رغولو چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوې، چې د ۱۴۰۰م مالي کال ترپایه به يې ټولې چارې بشپړشي.
بادغيس د هېواد په کچه د پستې لوی تولیدکونکی ولایت ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د طبيعي سرچینو لوی ریاست د چارواکو په وینا، د پستې درې زره هکټاره ځنګلونه د شپږ متره تراس په اوږدوالی، ۷۰ سانتي پلنوالي او ۴۰ سانتي ژور والي سره په بادغیس، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو کې رغول کېږي، چې د يادو ځنګولونو په رغولو سره به دپستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

د چرګانو پالنې په سکټور کې د پانګونې پر پراختیا د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د پاکستان د پولو له تړل کېدو سره سم د چرګانو پالنې له اتحادیې وغوښتل، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

بازگشت