هلمند کې د نیالګیو روزلو قوریې جوړې شوي دي
۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
٢۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت کارکوونکو د نیالګیو روزلو له ګڼو قوریو څخه ليدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې اړونده مسؤلو نیالګي روزنکو ته لازمې سپارښتنې وکړې تر څو په همدې کال کې باکیفیته نیالګي بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.
د هلمند ولایت دکرنې ریاست اړوند سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې سږکال به د هلمند د کرنې ریاست ترڅنګ د خصوصي سکتور پر مټ زرګونه تصدیق شوي نیالګي چې پکې به د شفتالو، زردالو، پلم، الوبخارا ، انګورو، انارو او انځرو تر څنګ نور بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي شامل وي د ځمکوالو لپاره وړاندې شي.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي، چې د نويو نيالګيو د ښې روزنې او پالنې برخه کې لا زیات کار وکړي ترڅو د کیفیت او کمیت له مخې هلمندي ځمکوالو ته باکیفیته نیالګي تولید کړي.