هلمند کې د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
هلمند کې د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي
 
۱۰ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو ۱۲ ننداریزې قطعې جوړوي. په همدې موخه د هلمند د کرنې ریاست له خوا یو شمېر بزګران د زعفرانو ننداریزو قطعو د جوړولو په موخه روزل شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د دودولو په پار ۱۲ ننداریزې قطعې جوړیږي. د ښاغلي الکو په خبره ددغو۱۲ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار ددې ولایت یوشمېر بزګران روزل شوي دي او په نږدې راتلونکې کې به پر دوی د زعفرانو پیاز، حیواني سره، توره او سپینه سره، د زعفرانو وچولو ماشینونه، ځانګړي جامې، ماسکونه، تشتونه، د زعفرانو راټولولو جالۍ، فینسونه، دست کشې، بېلچې، د زعفرانو ساتلو بوتلونه او درمل ووېشل شي.
د هلمند دکرنې رییس وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د زعفرانو یوشمېر ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۴۳
Background image

د خوست سپیره ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې، د جلغوزیو محصول او په افغانیو پېر او پلور په اړه ناسته وشوه

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سپیرې ولسوالی ولسوال مولوي لطف الرحمن نظامي او د کرنیزو چارو عمومي مدیر نواب جان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۳۲
Background image

پکتیا کې د تور الماس ترنامه لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
پکتیا کې د تور الماس ترنامه لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو؛ د تور الماس ترنامه لاندی دغه نندارتون، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۲۸
Background image

فاریاب ولایت ته د کرنې وزارت د عشر او زکات دلوی رییس سفر 

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوی ندا محمد عابد د فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې نوموړي د فاریاب. . .

بازگشت