ننګرهار کې پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه
۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تغذیې او زده کړې نړۍوالې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کوټ، کوز کونړ او شینوارو ولسوالۍ پر ۲۰۴ بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر شپږ کیلوګرامه د سویابینو تخم، ۹ کیلوګرامه توره او ۳.۵ کیلوګرامه سپینه سره وېشل کېږي.
ددغو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د سویابینو د تولیداتو زیاتوالی، د تولید د کیفیت ښه والی او په ټوله کې د بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.