ننګرهار کې پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۹:۳۰
ننګرهار کې پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په لسو ولسوالیو چپرهار، شېرزاد، خوږیاڼي، دره نور، رودات، مومندرې، کوټ، اچین، سره رود او لعلپوره کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه پر ۵۰۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي، په کې درملو شېندلو پمپ، څانګو پرېکولو قیچې، آره، لاسي کراچۍ، کیمیاوي درمل، ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو سپینه سره شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار په کوهکران څېړنیز فارم کې د غنمو د کښت لپاره پلاټونه چمتو شول  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د کوهکران څېړنیز فارم د اګرانومي په برخه کې د غنمو د راغلیو تجربو لپاره پلاټونه د ټاکل شوي پروتوکول مطابق چمتو او د کښت لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۱
Background image

کندهار نېش او میوند کې د غنمو او کیمیاوي سرې وېش لپاره نوم لیکنه پیل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د نېش او میوند ولسوالیو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش په موخه د نوم لیکنې لړۍ د دویم ځل لپاره پیل شوه. دا. . .

بازگشت