ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه شېرزادو او حصارک ولسوالیو چارواکو او قومي مشرانو سره سلا مشورې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۵
ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه شېرزادو او حصارک ولسوالیو چارواکو او قومي مشرانو سره سلا مشورې وشوې

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د ځنګلونو ساتنې کمیټې مشر مولوي محمد ولي محسن او د کمېټې نورومسؤلینو شېرزاد او حصارک ولسوالیو  مرستیالانو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او دلرې پرتو ولسوالیو د ولسونو ستونزو تشخیص او ورته د حل لارې پیداکولو په موخه وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ځنګلونه د هېواد مهمي ملي شتمني یادې کړي او د ولسونو څخه یي د ساتنې او بیا رغولو کې د همکاریو د غوښتنو ترڅنګ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کړنلارو او ځنګلونو ساتني طرزالعملونو د تطبیق او خلکو ته د ځنګلونو ارزښت، ساتني او د ځنګلونو د پریکولو مخنیوي او سلا مشورو په موخه وکتل.
ښاغلي محسن قومي مخورو ته وویل ستاسو د ستونزو تشخیص، ځنګلونو د پریکولو مخنیوی،ځنګلونو بیا رغولو،ساتني او نورو اړونده برخو معلومات به راټول او د کرنې محترم وزارت سره د یو تفصیلي راپور په شکل شریکې کړې.
د ولسوالیو قومي مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ځنګل ساتنې کمیټې مسؤلینو سره شریکي کړلې او هم یې د ځنګلو ساتلو او بیا رغولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. قومي مخورو پخپلو ولسوالیو کې د بدیل معشیت د پروژو پلې کولو غوښتنه هم وکړه. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن قومي مشرانو ته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د ځنګلونو ساتنې ولایتي کمیټه چې د کرنې رییس په مشرۍ جوړه شوې ده، چې  په ترکیب کې یې د ننګرهار ولایت مقام، علمآوشورا، استخباراتو، قول اردو اوقومندانۍ استازي برخه لري، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ولسوالیو مسؤلینو او قومي مخورو سره سلا مشورې ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار نېش کې یوشمېر بیوزله بزګرانو سره مرسته وشوه


۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (ایچ. آر. ډې. اې) مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۲
Background image

د ننګرهار شینوارو ولسوالی کې د مصنوعي القاح مرکزونو، فارمونو او د شېدو ټولولو مرکزونو څخه څارنه وشوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت اړوند د مالداړۍ رياست استازو او د شینوارو ولسوالی د څارویو د روغتیا، او مالدارۍ مديريت له لورې، په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د. . .

بازگشت