ننګرهار کې د حیواني او نباتي درمل پلورنځیو څارنه ترسره شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په پچیراګام او مومندرې ولسوالېو کې یو شمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځي وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل د جوازونو اخېستلو سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی دي.