لوګر کې د ښکاریانو له لوري د زرکانو نیول شوي بچیان بېرته آزاد شول
۱۳ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په آزرې ولسوالی کې د ښکاريانو له خوا د زرکانو نیول شوي بچيان یې بېرته آزاد کړي دي.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیر شاهد وویل؛ یاد نیول شوي زرکان، چې د آزرې ولسوالی په غرونو کې د ښکاریانو له لوري نیول شوي ؤ، بېرته د یادې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیریت مسؤلینو په سپارښتنه د یادې ولسوالی په یوه غرنۍ سیمه کې آزاد شول.