لوګر کې بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۹:۵۵
لوګر کې بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د کرنې وزارت په منظورۍ، د دوو ولسوالیو لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی عملاً پیل کړ.
دغه پروګرام د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ څخه پیل شو، چې پکې سلګونو بڼوالو ته د یاد تخنیکي ټیم له لوري د لایم سلفر ترکيبي دوا د جوړولو طریقه، د کارونې مناسب وخت، ګټې او زیانونه، د آفتونو او ناروغیو د کنټرول لارې چارې توضیح شوې او همداراز، یاده ترکيبي درمل بڼوالو ته ووېشل شوه.
بڼوالو په دې پروګرام کې په ډېرې علاقې ګډون کړی و او د کرنې ریاست څخه یې د ورته نورو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په شاړو ځمکو کې کرنیزې چارې پیل شوې 

۱۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت قراردادي کرنیزو شرکتونو د یاد شرکت د څلورګونو فارمونو په ځمکو کې د نوو بڼونو او کروندو د جوړولو چارې پيل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۲۴
Background image

د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس معرفي شو

۱۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي غلام محمد کاظم شهامت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۷:۲۵
Background image

خوست ولایت کې د نن نیالګی، راتلونکي هوساینه تر سرلیک لاندې د چارمغزو نیالګي ووېشل شول


۱۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د موسی خیلو ولسوالۍ کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د او آر سي ډي مؤسسې په همکارۍ. . .

بازگشت