لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۴۷
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه


٢۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس عبدالستار محمد  سربېره، ددې کمېټې نورو غړو هم ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د ګډ تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد تخنیکي پلاوي فعالیتونه وستایل او ترڅنګ یې ترې هیله وکړه، چې د ولسونو د شته ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه واخلي او هغه دوسیې چې ګډ تخنیکي پلاوي ته استول کېږي تر دقت او غور وروسته یې په اړه عملي ګام پورته کړي څو د مرکز او دولسوالیو په کچه د اوسیدونکو ستونزې پای ته ورسېږي.
ددې غونډې په ترڅ کې د لغمان د مرکز اړوند د کله کوټ سیمې د(58,311) جریبه امارتي استرداد شوې ځمکې یو شمیر متصرفین غونډې ته را وبلل شول دوی ته دپلاوي له لوري د مرکزي کمېسیون وروستي پریکړه واورول شوه دغو متصرفو اشخاصو ته وویل شو چې پاتې نورو متصرفینو ته خبر ورکړي ترڅو د اجاره ورکونې او نه اجاره ورکونې په اړه خپله استحضاري ورکړي. 
په ورته مهال دعلینګار ولسوالی اړوند دسنګر دپنج کوړې سیمې د ځمکې په سر اوښتې دوسیه چې دمحکمې له لوري دغه پلاوي ته استول شوې وه او محکمې پرې د امارتي قرار صادر کړی وه پرې بحث وشو او د یادې دوسیې دواړه خواوؤ خلکو خبرې واوریدل شوې او په ترڅ کې دوي ته رسمي استعلامونه ورکړل شو ترڅو پوښتنو ته په وخت کره معلومات ورکړي.
دغونډې په وروستیو کې په یو شمېر نورو عرایضو او دوسیو بحث او خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه


۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مورنیو، بنسټیزو او تصدیقي اصلاح شویو تخمونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۹
Background image

پکتیا کې د شاتو مچیو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د شاتو مچیو پالونکو ټولنو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د په افغانستان کې د کرنې کلسټر له چارواکو سره وکتل

۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د پلان او همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، په افغانستان کې د کرنې کلسټر له عمومي مسؤل. . .

بازگشت