فراه کې پرلسګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هوساینې مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه پر ۱۵۰ بڼوالو او ۱۰۰ شنوخونو لرونکو د بڼوالۍ او شنوخونو اړونده توکي وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د فراه دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.