شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۴۵
شنې خونې هلمند د سبو له پلوه ځان بسیا کوي

۳۰مرغومې ۱۳۹۹
هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته ۱۶۶ بابه شنې خونې جوړې شوي دي.
هلمند کې د کرکیلې لپاره د شنوخونو جوړېدا سره سم د بزګرو کار غوړېدلی، او له بلې خوا هلمندیان چې تېر وخت به یې یوازې د ګرمۍ موسم کې سابه په بازارونو کې موندل، اوس یې  د کال هر فصل کې خوړلی شي.
د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د هلمند په شنو خونو کې راټوکېدلي او حاصل شوي د دغه ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
زلمی الکو وايي، چې د شنوخونو په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګران هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
کرونګر وايي، شنې خونې ښه عاید ورته لري.د هلمند د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې، یوتن بزګر په خپله شنه خونه کې، د سبو کرکېله کوي هغه وایي، ددې لپاره چې د شنې خونې عواید زیات دي او د کال په ټولوموسمونو کې په کې کرکېله کېږي غواړي، چې شنه خونه کې کرکېله وکړي.
په هلمند کې د شنو خونو له دودېدلو ډېر وخت نه تېرېږي. دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبزیو له رانیولو خوښ دي.
هلمندیان وایي، خوشاله په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی.
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
Background image

اروزګان ولایت ته د کرنې وزارت د بشري منابعو د پلاوي سفر


۱ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست یوه پلاوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو د ارزونې په موخه اروزګان. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۵۴
Background image

کندز کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال په حضور کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

د کندز په ولایت کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

بازگشت