زابل او روزګان کې دڅارویود پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو
۴ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د زابل او روزګان ولایتونو دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ د یاد ولایتونو په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
دغه پروسه د «اف،اې،او» په مالي همکارۍ ترسره کېږی، چې په ترڅ کې به یې۱۶ زره ډوزه واکسین په زابل او ۱۶ زره ډوزه واکسین د روزګان په ولایت کې پر څارویو پلي شي.
تر دې مهاله په دغو ولایتونو کې سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چې د یادو ولایتونو دمالدارۍ آمر لخوا یې وخت په وخت نظارت ترسره کېږي.