د کونړ دکرنې رییس د مچیو روزونکو سره وکتل
۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د دې ولایت د شاتو مچیو روزنکو سره په کتنه کې د دوی ستوزې او ننګونې واورېدل.
ددې کتنې په ترڅ کې ددې ولایت د شاتو مچیو روزونکو خپلې ستونزې او ننګونې د کونړ دکرنې رییس سره شریک کړل او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د شاتو مچیو روزنکو سره ژمنه وکړه، چې ددوی ستونزې او ننګونې ته به رسېدنه ووشي.