د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ پکتیکا کې ۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۲۱ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۹جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د چهاربران په ولسوالی کې د «اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې» په همکارۍ ۲۸۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرمحمد ذبیح په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۳۰ قطعې کورني چرګان،۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه او ۶۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوي دي .
د پکتیکا دکرنې رییس وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.