د کندهار په ارغنداب کې ۲۰۰ بڼوالو ته د آفتونو ضد درملو جوړول وښودل شول
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د (سي. ایچ. ای) مووسسې، په ارغنداب ولسوالۍ کې ۲۰۰ بڼوالو ته د آفتونو ضد د نبات ساقو سپینولو درملو جوړول وښودل.
یادو بڼوالو ته په ۱۰ حوزو کې د ۲۰۰ جریبه ځمکې پر مختلفو مېوو بڼونه جوړ شوي وو. د دې بڼونو د ښې روزنې په موخه پر وخت عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي وو.
اوس د آفتونو د مخنیوي لپاره د درملو جوړولو روزنه ورکړل شوه، چې هدف یې د بڼوالو سره په خپلو بڼونو کې د آفتونو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کول او د محصولاتو کیفیت او حاصل ښه کول دي.
د دې روزنې موخه د بڼوالو په مسلکي توګه د آفت ضد درملو په کارولو کې پیاوړي کول دي، ترڅو د خپلو بڼونو او مېوو ساتنه وکړي. د کرنې ریاست تل بڼوالو ته پاملرنه کړې، هغوی ته یې د بڼ جوړونې او آفتونو مخنیوي په موخه روزنې ورکړي، ترڅو له خپلو بڼونو څخه زیات حاصل ترلاسه کړي.