د کندهار دامان کې ۱۴۹ کسانو سره د چرګانو د خوراکي او اړینو توکو مرسته وشوه
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو ادارې په مالي او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالی پر ۱۴۹ اړمنو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو روزنې اړین توکي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغو کورنیو ته به په نږدې راتلونکې کې چرګان او نور اړین توکي هم ووېشل شي، ترڅو په خپلو کورنو کې د چرګانو په روزنې سره ځان ته د ګټې وټې زمینه برابره کړي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د چرګانو روزنې سکټور ودې او پراختیا او په ټوله کې د کورنیو خوړوخوندیتوب ته زمینه برابرول دي.