د کندهار اوله ناحیه کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه
![د کندهار اوله ناحیه کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240717-wa0060.jpg)
۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه او د مالدارۍ فعالیتونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.