د کرنې په وزارت کې د سیرت او صورت روزنې د ازموینې پایلې اعلان شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۰:۳۰
د کرنې په وزارت کې د سیرت او صورت روزنې د ازموینې پایلې اعلان شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کارکوونکو د سیرت او صورت روزنې د څلورمې ربعې پایلې اعلان او پر ممتازو هغو یې ډالۍ ووېشل.
دغه پروګرام د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان،  شیخ محمد هاشم د دعوت او ارشاد لوی رییس، مولوي نصرت الله طلحه د کرنیزو څیړنو او مالدرای عمومي رئیس، د کرنې وزارت د دفتر رئیس مولوي حسین احمد خورشید او د دغه وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په حضور کې دائره شوې وه.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د کارکونکو لپاره د اسلامی زده کړو پیل مهم وباله او پر دوام یې ټینګار وکړ.
په دې پروګرام کې د مالدارۍ او کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه په یوه ټولنه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر په اهمیت خبرې وکړې او د کرنې وزارت له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې خپل ژوند او کورنۍ د قرآن او د پیامبر (ص) په سنتو برابر کړي.
دغه راز  د کرنې وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید د دیني زده کړو، سیرت او صورت د زده کړې په برخه کې د دعوت ارشاد ریاست د کړنو قدرداني وکړه او په دغه وزارت کې یې د دغه بهیر پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې شیخ محمد هاشم د دعوت او ارشاد عمومي رييس له سنت سره سم د کارکوونکو پر اصلاح ټينګار وکړ او ويې ويل: «کارکوونکي بايد خپل صورت او سیرت په سنتو برابر کړي او ښځې بايد اسلامي حجاب مراعت کړي.»
د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې د دعوت او ارشاد څانګه جوړه شوه او کارمندان یې وهڅول چې د سنتو مطابق ځانونه جوړ کړي او دیني زده کړې یې پیل او له ګډونوالو ازموینه اخلي.

نتایج امتحان آموزش‌های سیرت و صورت در وزارت زراعت اعلان شد 
۱۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
ریاست دعوت ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری طی  برنامه‌ی نتایج  امتحان ربع چهارم آموزش‌های سیرت و صورت کارکنان این وزارت را اعلان کرده  و ممتازان را با اهدای تحایف تقدیر کرد.
این برنامه با حضور مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، شیخ محمد هاشم رییس عمومی دعوت و ارشاد، مولوی نصرت الله طلحه رئیس عمومی تحقیقات زراعتی و مالداری، مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر  وزارت زراعت و شماری از رییسان و کارکنان این وزارت برگزار شد.
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی راه اندازی آموزش‌های اسلامی برای کارکنان را مهم پنداشته و تاکید بر تداوم آن کرد.
در این برنامه مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی تحقیقات زراعتی و مالداری در مورد اهمیت انجام امر بلمعروف و نی عن المنکر در یک جامعه صحبت کرده و از کارمندان وزارت زراعت خواست که زنده گی خود و خانواده خویش را مطابق به قرآن و سنت پیامبر (ص) آماده بسازند.
همچنان مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر مقام وزارت زراعت از کارکردهای ریاست دعوت ارشاد  در جهت تدریس آموزش‌های دینی سیرت و صورت قدر دانی کرده و تاکید بر ادامه این روند در وزارت زراعت کرد.
در همین حال مولوی محمد هاشم رییس عمومی دعوت و ارشاد بر خود سازی کارکنان مطابق سنت تاکید کرده و گفته « کارکنان باید صورت و سیرت خویش را مطابق سنت آراسته و زنان حجاب اسلامی را رعایت کنند».
پس از حاکم شدن امارت اسلامی افغانستان در همه وزارت‌ها و نهادهای دولتی اداره دعوت و ارشاد  تشکیل شده و کارمندان را تشویق به ساختن خویش به شیوه سنت نموده و درس‌های دینی را از مراحل ابتدایی راه اندازی و امتحان اخذ می‌نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت