د کرنې وزیر راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش په موخه تخار ته ورسېد

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۶
د کرنې وزیر راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش په موخه تخار ته ورسېد

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، راستنو شویو کډواو ته د نغدي مرستو او غنمو د وېش په موخه، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته ورسېد. ټاکل شوې ده، چې په دې لړ کې به دوه زره او ۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.

په همدې مناسبت، د تخار ولایت د چارواکو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو او یو شمېر راستنو شویو کډوالو په ګډون، د دې ولایت د کرنې ریاست په مقر کې یو رسمي محفل جوړ شو. دغه محفل د تخار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي قطب‌الدین دهنوي له‌خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

په دې مراسمو کې د تخار والي مولوي سمیع‌الله حزب‌الله، د کرنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د راستنو شویو کډوالو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او دغه مرستې یې پر وخت او اغېزمنې وبللې.

وروسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو وختونو کې د نامناسبو شرایطو له امله ډېر افغانان اړ شوي وو چې خپل هېواد پرېږدي او د کډوالۍ پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شول، خو اوس په هېواد کې د سرتاسري امنیت له ټینګښت سره، د هغوی د باعزته راستنېدو زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ځان د راستنو شویو کډوالو پر وړاندې مسؤول ګڼي او هم د سیاسي استازولیو په کچه او هم د هېواد دننه، د هغوی د ستونزو د حل لپاره، لکه لنډمهالی مېشت کېدل، ولایتونو ته لېږد او د ښه ژوند د زمینې برابرول، دوامدارې هڅې روانې دي. د هغه په وینا، په همدې موخه په ټول هېواد کې دولس‌کسیزه کمېټه فعاله ده، څو د بیا مېشتېدو تر څنګ، راستنو شویو کډوالو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د کرنې وزیر همدارنګه د کار او زیار د ارزښت په اړه د دیني لارښوونو په رڼا کې خبرې وکړې او له راستنو شویو کډوالو یې وغوښتل، چې د کډوالۍ پر مهال تر لاسه کړي مهارتونه د هېواد د بیا رغونې او پراختیا لپاره وکاروي.

هغه په دوام کې وویل، چې دا مرستې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ ترسره کېږي او د تخار ولایت د دوه زره او ۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي. د دې پروګرام له مخې به هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې او پنځه بورۍ غنم ورکړل شي.

دغونډې په پای کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د اختتام دعا ولوستله او پروګرام په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

بدخشان کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې، راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱
Background image

د کندهار نېش کې پر لسګونو بزګرانو د جوارو تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۲۹
Background image

دمیدان وردګو ولایت دکرنې رییس د یوشمېر ولسوالیو له چارواکو سره وکتل

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل او ورسره مل پلاوی دبهسودينو او جلريزولسواليو دکرنیزو خدمتونوله. . .

بازگشت