د کرنې وزیر د ټیکا له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۵۵
د کرنې وزیر د ټیکا له رییس سره وکتل

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت د همغږۍ او همکارۍ ادارې (ټیکا) له رییس فاضل اکین اردوغان سره وکتل.
په دې کتنه کې په کابل کې مېشت د ټیکا رییس، د يادې مؤسسې د ترسره شويو پروژو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او د ټيکا د راتلونکي فعاليتونو په اړه يې کرنې وزير ته معلومات ورکړل.
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ټیکا مؤسسې د فعالیتونو ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې د یادې مؤسسې له خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د زیربنایي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

دیدار وزیر زراعت با رییس تیکا 
۱۵ سنبله ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با  فاضل آکین اردوغان رییس آژانس انسجام و همکاری جمهوری ترکیه(تیکا) در افغانستان دیدار کرد.
 در این  دیدار ریس دفتر تیکا مقیم کابل پروژه‌ها و فعالیت‌های انجام داده شده توسط نهاد متذکره را بیان نموده  و درباره فعالیت‌های آینده نهاد تیکا به وزیر زراعت معلومات اراییه کرد.
وزیر زراعت از فعالیت‌های تیکا در افغانستان قدردانی کرده و خواستار تطبیق پروژه‌ها زیربنایی در بخش زراعت، آبیاری و مالداری از سوی نهاد متذکره در افغانستان شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت