د کرنې وزیر د (اې سي جي) مخابراتي شرکت له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۹:۳۸
د کرنې وزیر د (اې سي جي) مخابراتي شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د (اې سي جي) مخابراتي او انټرنټي شرکت مسوولینو سره په کتنه کې د ځمکې د اجارې په برخه کې د یاد شرکت ستونزې واورېدې او ستونزو ته درسېدنې په پار یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د (اې سي جي) مخابراتي او انټرنټي شرکت چارواکو نن د کرنې وزیر دفتر ته په راتګ سره، دخپل مخابراتي شرکت د ستنو د ځمکې د مالیې د کمولو غوښتنه وکړه، چې په ۳۳ ولایتونو کې شته او فعالیت کوي.
د کرنې وزیر د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د کرنې وزارت د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې له دوی سره همکاري کېږي.

وزیر زراعت با مسوولان شرکت مخابراتی (ACG) دیدار کرد 
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان شرکت مخابراتی و انترنتی (ACG) دیدار کرده و مشکلات شرکت متذکره  را در بخش اجاره زمین استماع نموده هدایات لازم را جهت رسیده‌گی به آن سپرد.
مسوولان شرکت مخابراتی و انترنتی (ACG) امروز به دفتر وزیر زراعت حضور یافته و خواستار کاهش مالیه زمین پایه‌های مخابراتی شان شدند که در ۳۳ ولایت موجود است و فعالیت دارد.
وزیر زراعت پس از استماع مشکلات شان برایشان اطمینان داد که در چارچوب قوانین و مقررات وزارت زراعت با آنها همکاری  می شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا. . .

بازگشت