د کرنې وزارت پلاوي د بلخ د حیرتان له ګمرک څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۸
د کرنې وزارت پلاوي د بلخ د حیرتان له ګمرک څخه لیدنه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، د بلخ ولایت د حیرتان له ګمرک څخه لیدنه وکړه.
پلاوي د سفر پر مهال د بوټو ساتنې او حیواني روغتیا له کارکوونکو سره وکتل او د هېواد د صادراتي توکو د معیاري کولو په پار دوی ته اړینې سپارښتنې وکړې، څو د هېواد د صادراتي محصولاتو د معیاري کېدو ترڅنګ د بې‌کیفیته نباتي او حیواني محصولاتو د واردېدو او وتلو مخنیوی وشي. هغوی ټینګار وکړ، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د صادراتو او وارداتو مهم مسیر دی، په همدې موخه اړینه ده، چې د هېواد په بندرونو کې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
په دې لیدنه کې، د بوټو ساتنې او حیواني روغتیا کارکوونکو د کافي امکاناتو د نشتوالي او د معیاري ودانۍ د نه‌لرلو ستونزې شریکې کړې. د کرنې وزارت پلاوي ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
د حیرتان بندر د هېواد له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي، چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو په وده کې اساسي رول لري.


بازدید هیئت وزارت زراعت از گمرک حیرتان در بلخ
۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با میرویس خوگیانی و محمد ولی وزیری مشاوران مقام وزارت، از گمرک حیرتان در ولایت بلخ بازدید کرد.
هیئت وزارت در جریان این سفر با کارمندان بخش حفاظت نباتات و صحت حیوانی دیدار کرده و هدایات لازم را جهت معیاری‌سازی محصولات صادراتی کشور و جلوگیری از ورود و خروج محصولات حیوانی و نباتی بی‌کیفیت سپردند. آنان تأکید کردند که افغانستان مسیر مهمی برای صادرات و واردات کشورهای منطقه است و لازم است سهولت‌های لازم در بنادر کشور فراهم گردد.
در این دیدار، کارمندان بخش حفاظت نباتات و صحت حیوانی مشکلات خود را در زمینه نبود امکانات کافی و نداشتن تعمیر معیاری مطرح کردند. هیئت وزارت زراعت نیز اطمینان داد که برای حل مشکلات آنان اقدامات لازم روی دست گرفته خواهد شد.
بندر حیرتان از بنادر مهم کشور به شمار می‌رود که نقش اساسی در رشد صادرات و واردات افغانستان دارد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

بازگشت