د کرنې وزارت نوی ټاکل شوي مالي او اداري مرستیال معرفي شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۴
د کرنې وزارت نوی ټاکل شوي مالي او اداري مرستیال معرفي شو


۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې د کندهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو پخوانی رییس ملا اغاجان اخند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال په پېژند غونډه کې د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کول د کرنې وزارت دنده وبلله او زیاته یې کړه: "ګوښه کول او ګومارل په هر نظام کې یو اصل دی، مهمه خبره په اداره کې خدمت کول دي، ترڅو د هېواد د کارپوهانو له پوهې څخه په استفادې هغو خلکو ته چې څلویښت کلنه جګړه یې زغملې، خدمت ووشي."
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د چارو په ترسره کولو کې تقوا او نیت مهم وباله او ویې ویل: "تقوا او نیت په خدمت کې مهم دی او دا کوم مقام نه بلکې یو لوی مسؤلیت او ازموینه ده."
همدارنګه مولوي باز محمد فیضان په خپلو خبرو کې وویل: "د امیر اطاعت په اسلامي هېوادونو کې یو اصول دی،چې په هر مقام او هر وخت او ځای کې یې ګماري باید اطاعت وکړي."
د کرنې وزارت نوي ټاکل شوي مرستیال ملا اغاجان اخند وویل: «په دې پوست کې زما ګمارنه د امیرالمومنین د اعتماد پر بنسټ شوې ده، موږ د هغه د حکم اطاعت کوو، د خلکو خدمت کول پر موږ ټولو لازمي دي او موږ هم د خپل توان په کچه خدمت کوو.»
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال په پېژند غونډه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، مولوی فضل الباري فضلي، د کرنې وزارت د مالي او اداري پخوانى مرستیال او د کندهار د کرنې رياست اوسنى رییس، د چارو ادارې مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله، د فاریاب ولایت د علماوو د شورا رییس مولوي حيات الله حليم او د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د مالي او داري د پخواني مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د دندو قدرداني وکړه او نوي ټاکل شوي مرستیال ته په چارو کې د بریالیتوب او خدمت دعا وکړه.

معین جدیدالتقرر مالی و اداری وزارت زراعت معرفی شد
۱۲ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
براساس حکم  عالیقدر امیرالمومنین  حفظه الله ملا آغاجان آخند رییس  قبلی سرحدات، اقوام و قبایل ولایت قندهار به حیث معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تعین و رسما به کار اش آغاز کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در محفل معرفی معین مالی و اداری وزارت زراعت خدمت رسانی برای دهقان و مالدارن کشور را وظیفه وزارت زارعت عنوان کرده گفت:« عزل و تقرر یک اصل در هرنظام است، مهم خدمت در همان بخش است، تا با استفاده از علم دانش متخصصان کشور خدمت گذاری به مردم که 40 سال جنگ را متحمل شده اند صورت گیرد».
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت تقوا و نیت را در پیشبرد امور مهم پنداشته گفت:« تقوا و نیت در خدمت مهم است و این یک جایگاه نیست بلکه یک مسوولیت و امتحان بزرگ است».
هم‌چنان مولوی بازمحمد فیضان در ایراد سخنانش گفت:« اطاعت از امیر یک اصل در کشورهای اسلامی است تا به هر جایگاه و هر زمان که موظف می‌سازد تابع باشد.»
ملا آغاجان آخند معین جدید‌التقرر وزارت زراعت گفت:« گماشتن من در این سمت بر اساس اعتماد امیرالمومنین است ما از حکم آن اطاعت می‌کنیم، خدمت کردن به مردم به همه ما لازمی است ما هم به اندازه توان خود در این راستا خدمت می‌کنیم.»
در محفل معرفی معین مالی و اداری وزارت زراعت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری پیشین وزارت زراعت و رئیس فعلی ریاست زراعت کندهار،  مولوی محمد صابر معتصم بالله معاون اداره امور، مولوی حیات‌الله حلیم رییس شورای علمای ولایت فاریاب، رییسان و کارمندان وزارت زراعت اشتراک نموده بودند.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از کارکردهای مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری پیشین قدردانی نموده و برای معین جدیدالتقرر استدعا خدمت گذاری نمودند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت