د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند ولایت د کرنې رییس او کارمندانو سره لیدنه وکړه  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۱:۲۶
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هلمند ولایت د کرنې رییس او کارمندانو سره لیدنه وکړه  

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم)، هلمند ولایت ته په سفر کې د دې ولایت د کرنې رییس او کارمندانو سره لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «د مراجعینو سره ښه سلوک وکړئ، عواید په سالمه توګه مدیریت کړئ او نوې عایداتي سرچینې ومومئ، مخابراتي آنټنونه تشخیص او تثبیت کړئ، عشر او زکات تنظیم کړئ، د مووسسو کار په جدي توګه وڅارئ، کرنیزې ځمکې وکرئ یا یې اجاره ورکړئ، او د بزګرانو د اضافي غنمو په پېرودلو  او زېرمه کولو کې مرسته وکړئ.»
څو تنو کارکوونکو خپلې ستونزې بیان کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هغوی د ستونزو د حل وعده ورکړه.


معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت هلمند دیدار کرد
۰۱ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هلمند با رییس و کارمندان ریاست زراعت آن  ولایت دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت:« با مراجعین حسن سلوک داشته باشید، مدیریت سالم از عواید داشته باشید و منابع جدید عایداتی پیدا نمایید، آنتن های مخابراتی را تشخیص و تثبیت نموده و عشر و زکات را تنظیم کنید، از کار موسسات نظارت جدی نمایید، زمین های زراعتی را به کشت و یا اجاره دهید و در خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین همکاری کنید.»
شماری از کارمندان مشکلات شان را بیان کرده خواهان رسیده گی به آن شدند که از سوی معین مالی و اداری وزارت زراعت اطمینان رسیده گی به مشکلات شان سپرده شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت