د کرنې وزارت د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۸
د کرنې وزارت د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارواکو سره وکتل


۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د د غلودانو د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارسمبال ملا نورالدین ترابي سره په کتنه کې د عالیقدر امیرالمئومنین حفظه الله تعالی د حکم پلې کولو په موخه وکتل.
دغه غونډه چې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې په اداره کې دآئره شوې وه، په ترڅ کې یې پر هغه ۳۴۰۰ ټنه غنمو خبرې اترې وشوې، چې د عالیقدر امیرالمئومنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس دغه ادارې ته د پېښو رامنځ ته کېدو پر مهال په اختیار کې ورکول کېږي.
په همدې حال کې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې چارسمبال ملا نورالدین ترابي ددغې ادارې اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله، چې د کرنې وزارت دغلو دانو د سټراټیژیکو زېرمو له ریاست سره په دې پرخه کې پوره همغږي وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۷:۲۵
Background image

خوست ولایت کې د نن نیالګی، راتلونکي هوساینه تر سرلیک لاندې د چارمغزو نیالګي ووېشل شول


۱۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د موسی خیلو ولسوالۍ کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د او آر سي ډي مؤسسې په همکارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۷:۲۳
Background image

ننګرهار کې ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق شو


۱۳ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک ادارې له لوري ۲۰۰زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ارغستان ولسوالی کې پر سلګونو اړمنو کورنیو د لبنیاتو او تازه محصولاتو پروسس توکي ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې (اسلامیک ریلیف) ادارې په همکارۍ ، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې د کندهار د ارغستان په ولسوالی کې ۶۰۰ بیوزلو. . .

بازگشت