د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دوو مسلخونو د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۹:۳۵
د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دوو مسلخونو د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ په کابل کې د کرنې وزارت له خوا د جوړو شویو معیاري مسلخونو د پراختیا او ښه والي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه ليک د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال شيخ خالد سجستاني له خوا د دواړو رياستونو د مسوولينو په شتون کې د کرنې وزارت له خوا د کابل په ریشخور ولسوالی کې د مسلخونو د پراختیا او ښه والي په پار د ګډو همکاريو او ښې همغږۍ په موخه لاسليک شو. 
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دغه هوکړه لیک لاسلیکول د مسلخونو د کار د بریالیتوب لپاره مهم وګڼل او زیاته یې کړه: "له خدایه غواړم چې د دغه هوکړه لیک لاسلیک زموږ په هېواد کې د پرمختګ او د خلکو او زموږ هېواد لپاره اغېزمن تمام شي."
دغه هوکړه ه ليک په درېيو فصلونو او يوولسو مادو کې د کاري مکلفيتونو د ټاکلو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پياوړتيا په موخه لاسليک شو.

تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و شاروالی کابل به منظور انکشاف دو مسلخ به امضا رسید 
تفاهم نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شاروالی کابل به منظور انکشاف و پیشرفت مسلخ‌های معیاری ساخته شده توسط وزارت زراعت در کابل، به امضا رسید.
این تفاهم نامه توسط مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت  و شیخ خالد سجستانی معین خدمات شهری شاروالی کابل  با حضور داشت مسوولان دو اداره به هدف همکاری مشترک و هماهنگی خوب به هدف انکشاف و پیشرفت مسلخ‌های ساخته شده توسط وزارت زراعت در ولسوالی ریشخور و شکردره کابل به امضا رسید. 
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری امضای این تفاهم نامه را به منظور کامیابی کار مسلخ‌ها دانسته افزود" از خداوند می خواهم که امضای این تفاهم نامه سبب پیشرفت در کشور ما و گردیده و برای مردم و کشور ما موثر تمام شود".
این تفاهم نامه در سه فصل و یازده ماده به هدف تعین مکلفیت های کاری و تقویت هماهنگی و همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شاروالی کابل  به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت