د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ او دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارتونو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول.
د کرنې وزارت د ځمکو ریاست په خبره د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ  رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د پنجشېر ولايت عنابه او شتل ولسواليو کې په۳۴ جريبه، بامیان ولایت مرکز کې په ۳۰۰ جريبه، دایکندي ولایت شهرستان ولسوالی کې په ۳۱۰ جريبه، فراه ولايت مرکز کې په ۱۰۰۰ جريبه او د کندهار ولايت دامان ولسوالی کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د امارتي ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شو، چې له مخې یې یاده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لېږدول کېږي.
بلخوا د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست او کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د زابل ولايت شهر صفا ولسوالی کې په پنځه جريبه ځمکه باندې د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد ټړون لاسلیک شوی، چې ددې تړون پر اساس به د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته لېږدول کېږي. 
دغه تړونونه د اراضي ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس محمد عارف حسن زاده او دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت داملاکو عمومي مدير محمد حنیف غفوري ترمنځ لاسلیک شوي دي.


امضای قراردادهای انتقال زمین میان وزارت زراعت و دو اداره امارتی
۱۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند که بر اساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، میان ریاست اراضی وزارت زراعت و وزارت‌های صنعت و تجارت و همچنان معادن و پترولیم، قراردادهای انتقال زمین به امضا رسیده است.
به گفته ریاست اراضی وزارت زراعت، این قراردادها به پیشنهاد ریاست انتقال و توزیع اراضی و بر بنیاد حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) از سوی ریاست اراضی نهایی گردیده است. بر اساس این قرارداد، زمین‌های امارتی به منظور ایجاد پارک‌های صنعتی به وزارت صنعت و تجارت انتقال می‌یابد که شامل ۳۴ جریب زمین در ولسوالی‌های عنابه و شتل ولایت پنجشیر، ۳۰۰ جریب در مرکز ولایت بامیان، ۳۱۰ جریب در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی، ۱۰۰۰ جریب در مرکز ولایت فراه و ۵۰۰ جریب در ولسوالی دامان ولایت کندهار می‌باشد.
همچنان میان ریاست اراضی وزارت زراعت و وزارت معادن و پترولیم نیز قرارداد انتقال پنج جریب زمین در ولسوالی شهر صفای ولایت زابل به منظور احداث تلۀ بلند تناژ به امضا رسیده است که بر اساس آن، زمین مذکور از سوی ریاست عمومی امور اراضی وزارت زراعت به وزارت معادن و پترولیم انتقال داده می‌شود.
این قراردادها میان مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع اراضی ریاست اراضی وزارت زراعت، محمد عارف حسن‌زاده، رئیس عمومی پارک‌های صنعتی وزارت صنعت و تجارت، و محمد حنیف غفوری، مدیر عمومی املاک وزارت معادن و پترولیم، به امضا رسیده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت