د پکتیکا مرکز کې یوشمېر نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۴۷
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه او د درملتونونو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یوشمېر تاریخ تېر درمل راټول  شوي دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانیستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت