د پکتیا د کرنې ریاست ګډ پلاوی څمکنیو، ډنډ پټان او ځاځی اریوب ولسوالیو چارواکو سره وکتل
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکي د څمکنیو، ډنډه پټان او ځاځی اریوب ولسوالیو له چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د یادې ناستې موخه په دغو ولسوالیو کې د قصابانو منظموالی، نظافت ساتل، او د مسلخ جوړول ؤ. په دې ناسته کې دغه راز د یادو ولسوالیو چارواکو ګډ پلاوی ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به مسلخ جوړ او په منظم ډول سره به څاروي حلالېږي او وروسته به بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.
دغه راز یاد پلاوي ددغو ولسوالیو له قصابیو او حیواني کلینیکونو څخه هم څارنه وکړه.