د پکتیا دکرنې رییس د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل
۱۳ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سیدامین هاشمي او د کرنې ریاست مشاور صالح محمد احمدي د ټیکا مؤسسې له مشر فاضل اکین اردوغان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د مخدره موادو د بدیل کښت پر پېژندلو او په بېلابېلو برخو کې له بزګرانو او مالدارانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل: «په افغانستان کې د مخدره موادو کښت ختم شوی، خو کروندګر اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی دمخدره موادو د بدیل لپاره لاسنیوی ته اړتیا لري، سره له دې چې اسلامي امارت دا کار په کمه بودیجه کوي، خو د مؤسسو مرسته هم اړین دی.»
ښاغلی هاشمي له دوی څخه وغوښتل، چې په پکتیا ولایت کې د مختلف النوع اصلاح شویو تخمونو وېش، د ځنګلونو د بیارغونې او احداث، د مالدارانو د ملاتړ او امراضو مخنیوي په برخه کې پروژې پلي کړي او ټینګار یې وکړ چې خپل فعالیتونه د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.
په افغانستان کې د ټیکا مؤسسې مشر فاضل اکین اردوغان وویل دا حقیقت دی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د مخدره توکو کښت تقریبا صفر ته راټیټ کړی، چې دا یو نړۍوال خبر ګرځیدلی، خو ددې لپاره چې بزګران یوځل بیا دمخدره موادو کرکیلې ته و نه هڅېږي، باید پر یوې لارې چارې غور وشي او موږ په دې برخه کې همکاري کوو.
د یادونې وړ ده چې د ټیکا مؤسسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې فعالیت کوي او د روغتیا، پوهنې، د تاریخي ځایونو او جوماتونو بیارغونې او دغه راز د کرنې په برخو کې فعالیت کوي.