د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د اوبولګولو سیسټم د رغولو چارې پیل شوې
۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د کرنې ریاست اړوند د عمومي بڼ د اوبولګولو سیسټم د رغولو چارې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج وویل، چې د ناوې ولسوالی عمومي بڼ کې د اوبو د تنظيم ۱۵ پایو واټرګېټونو د پایو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د ۱۰ پایو واټرګېټونو د رغولو چاری پشپړ او د پلان سره سم به د نورو هغو چارې به هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دیادولو وړ ده، چې ددې پروژې په پلي کولو سره به د یاد بڼ د اوبو ستونزه حل او کرنیز فعالیتونه به پکې په ښه ډول ترسره شي.