د هلمند ناوه کې د حیواني ناروغیو مخنیوي په پار هڅې
۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت په همکارۍ په بېلابېلو سیمو کې د څارویو ساتنځایونو کې حیواني درملو کارولو چارې پیل شوې.
د یادو درملو په مرسته به د څارویو مضره حشرات، مختلفې حیواني ناروغۍ او خزندې له منځه یوړل شي.
دغه پروسه به د یادې ولسوالی په نورو سیمو کې هم د ځایي مالدارانو ترڅنګ د کوچیانو د څارویو په ساتنځایو کې هم پلي شي.