د ننګرهار کانال شرکت په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي
۸ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې دمالټې بڼونو جوړولو په پار کندې کېندل شوي دي، چې د سلواغې په ۱۵ به په کې د مالټو نیالګې کېنول شي.
د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په نېغه او سلګونو نورو کسانو ته په نا نېغه ډول د کار زمینه برابرېږي.
د چارواکو په خبره د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې د مالټو نوې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
د ننګرهارکانال دسټروسو حاصلات چې د لوړ کیفیت لرونکي دي د پلازمینې کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.