د ننګرهار کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې مۍ کرل کېږي
۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهارکانال شرکت په څلورګونو فارمونو کې د مي کښت لپاره په ۱۶۸۴ جریبه ځمکې باندې ۹۲۶۲ کیلوګرامه د میو سټنډرډ تخم کرل کېږي.
د کانال شرکت د چارواکو په خبره دغه چاره په دې ولایت کې د میو د کرکیلې ترویج او د حاصلاتو زیاتوالي په پار ترسره کېږي.
مۍ د غلو دانو له کورنۍ څخه ده، چې د نړۍ په گوټ گوټ کې کرل کېږي او د کارونې ډېر موارد لري.
دا غله له غټو وریجو او ځینې خلک یې یواځې هم پخلي لپاره کاروي.
مۍ د ننگرهار، لغمان، بغلان، کندز، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې ډېر کرل کېږي.