د ننګرهار کانال شرکت رییس د کوچیانو له یوشمېر قومي مشرانو سره وکتل
۴ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي دخپل کار په دفتر کې د کوچیانو له یوشمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کوچیانو قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د ننګرها کانال شرکت رییس محمد نعیم محمدي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، چې د ننګرهار کانال شرکت رییس دوی ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار کانال شرکت رییس د یاد شرکت اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کوچیانو ستونزو او غوښتنو ته دې پر وخت رسېدنه ووشي.