د ننګرهار څېړنیز فارم د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ او ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څیړنو لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه او د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د څېړنیز فارم پر پیاوړتیا، روانو او راتلوونکې څېړنو خبرې اترې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو، ستونزو او راتلوونکي پلانونو په تړاو معلومات شریک کړل.
ښاغلي محسن د څېړنیزو لابراتوارونو تجهیز، څېړنو لپاره د ځمکې کموالي، د اوبو منظم سیستم جوړولو، کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپونو برابرولو او نورو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د کرنې وزارت د څېړنو لوي رییس مولوي نصرت الله طلحه د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې د ستونزو حل ډاډ ورکړ.
دغه راز ښاغلي طلحه په څېړنیز مرکز کې د کرل شوو تجاربو څخه هم لیدنه وکړه.
د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې پر غنمو، نخودو او پیازو ۱۸ توافقي او تطبیقي تجربې روانې دي.