د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د ننګرهار په لسو ولسوالیو بهسود، رودات، چپرهار، ګوشته، سرخ رود، غني خېل، لعلپوره، بټي کوټ، کوزکونړ اوکامه کې بڼوالو لپاره د نویو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د کرنې وزارت د ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په مالي لګښت او د ننګرهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د موتیاګل، ستروسو او خرما بڼونو جوړولو چاری پیل کړي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وایې، چې د ستروسو، موتیاګل او خرما ۳۰ جریبه بڼونه جوړوي چې لس جریبه خرما، لس جریبه ستروس او لس جریبه موتیاګلانو بڼونه به پکي شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې هر کال د ننګرهار کرنې ریاست سره په همغږۍ همکارې پروژې او مؤسسو په لسګونه جریبه ځمکه بڼوالې ترسره کوي، داچې د ختیځ زون او په خاصه توګه د ننګرهار اقلیم د ستروسو لپاره خورا مساعده ده نو هڅه مو داده ترڅود ستروسو بڼونو جوړولو کې ډېر کار وکړو.