د ننګرهار دکرنې ریاست؛ تورخم قرنطین کې خوسا او خراب جوار بېرته پاکستان ته ولېږل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو وایي، چې د تورخم بندر له لارې واردیدونکي خوسا او خراب جوار مسترد او بېرته پاکستان هېواد ته ولیږل شوه.
د چاراکو په خبره، یاد خراب جوار د خصوصي شرکت له لورې راوړل شوی وه، چې د چرګانو په دانه کې استعمال کړي، خو نېکه مرغه زموږ مامورینو پر وخت اقدام وکړ او بېرته ور مسترد کړل.
د ننګرهار د کرنې ریاست له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې باکیفیته محصولات وارد کړي؛ او که چیرته په راتلونکی کې هر شرکت بې کیفیته محصولات وارد کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د تورخم بندر له لارې هره ورځ لسګونه موټره تازه مېوې، سابه، غلي دانې، حیواني او نباتي درمل او ګڼ نور مواد صادر او واردېږي، چې په تورخم کې د کرنې ریاست د قرنطین مدیریت تر نظارت لاندې هېواد ته داخلیږي او خراب محصول ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي.