د لغمان علیشنګ کې پر ۳٠ کورنیو وزې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۲۵
د لغمان علیشنګ کې پر ۳٠ کورنیو وزې ووېشل شوې

۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ډاکار مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په علیشنګ ولسوالی کې پر ۳٠ بېوزلو کورنیو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته  وزې او د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

د نورستان د کرنې رئیس په کامدیش ولسوالۍ کې د «آرآرډي‌پي‌او» پروژې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د کامدیش ولسوالی د رسمي سفر پر مهال د «آرآرډي‌پي‌او» ادارې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۹
Background image

کامدیش ولسوالی ته د نورستان دکرنې رییس سفر

 ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، کامدیش ولسوالی ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ولسوالی له. . .

بازگشت