د نورستان د کرنې رئیس په کامدیش ولسوالۍ کې د «آرآرډي‌پي‌او» پروژې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
د نورستان د کرنې رئیس په کامدیش ولسوالۍ کې د «آرآرډي‌پي‌او» پروژې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د کامدیش ولسوالی د رسمي سفر پر مهال د «آرآرډي‌پي‌او» ادارې له روانو فعالیتونو او پرمختګونو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.
په دې څارنیز سفر کې د کرنیزو چارو آمر، د طبیعي زېرمو آمر او د پلان او همغږۍ مدیر هم ملتیا کوله. یاد پلاوي د پروژې اړوند د نارینه او ښځینه وو روزنیز ټولګي، د تدریس بهیر، د استادانو فعالیتونه، د شکایتونو صندوقونه، د ماشومانو د لوبو ځانګړي ځایونه او نورې اړوندې چارې له نږدې وارزولې.
د لیدنې پر مهال د چارو د ښه تطبیق او اغېزمنتیا په موخه د موجودو ستونزو او ننګونو ارزونه وشوه او د حل لپاره یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې. د کرنې رئیس ټینګار وکړ چې د پروژو د کیفیت، روڼتیا او اغېزمنتیا د تضمین لپاره به د څارنې بهیر دوام ولري، څو مرستې او خدمتونه په اغېزمنه توګه مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
د مسؤلینو په وینا، د «آرآرډي‌پي‌او» اداره په کامدیش ولسوالۍ کې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او د خلکو د عایداتو د لوړولو په موخه د ۵ زره او ۵۸۸ کورنیو لپاره د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د رامنځته کولو پروګرام پلي کوي. دغه پروګرام د «آرآرډي‌پي‌او» ادارې په تخنیکي همکارۍ او د د خوړو نړیوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې روان دی.
نورستان د هېواد له هغو غرنیو ولایتونو څخه دی، چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنې، مالدارۍ او د طبیعي سرچینو پر ګټې اخیستنې تکیه لري. د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پراختیا پروګرامونه د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي. د کرنې ریاست وایي، د ورته پروژو دوام کولی شي د کلیوالو کورنیو د ځان بسیاینې او دوامدارې اقتصادي ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

رئیس زراعت نورستان از فعالیت‌های پروژه مؤسسه برای احیا و توسعه در ولسوالی کامدیش نظارت کرد
۳۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، در جریان سفر رسمی خود به ولسوالی کامدیش، از فعالیت‌ها و پیشرفت‌های جاری مؤسسه برای احیا و توسعه به‌گونه همه‌جانبه نظارت کرد.
در این سفر نظارتی، آمر امور زراعتی، آمر منابع طبیعی و مدیر پلان و هماهنگی نیز وی را همراهی می‌کردند. این هیئت از نزدیک صنف‌های آموزشی مردان و زنان، روند تدریس، فعالیت‌های استادان، صندوق‌های شکایات، محل‌های ویژه بازی کودکان و سایر بخش‌های مربوط را ارزیابی کردند.
در جریان این بازدید، مشکلات و چالش‌های موجود به‌منظور بهبود تطبیق فعالیت‌ها و افزایش مؤثریت برنامه‌ها بررسی شد و برای حل آن‌ها، رهنمودها و سفارش‌های لازم ارائه گردید. رئیس زراعت تأکید کرد که روند نظارت به‌منظور تضمین کیفیت، شفافیت و مؤثریت پروژه‌ها ادامه خواهد یافت تا کمک‌ها و خدمات به‌گونه مؤثر به خانواده‌های مستحق برسد.
به گفته مسئولان، مؤسسه برای احیا و توسعه در ولسوالی کامدیش برنامه ایجاد کسب‌وکارهای کوچک زراعتی را برای ۵ هزار و ۵۸۸ خانواده به‌منظور تقویت اقتصاد خانواده و افزایش عواید مردم تطبیق می‌کند. این برنامه با همکاری تخنیکی مؤسسه برای احیا و توسعه و حمایت مالی برنامه جهانی غذا، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان در حال اجرا است.
نورستان از جمله ولایت‌های کوهستانی کشور است که بیشتر باشندگان آن به زراعت، مالداری و استفاده از منابع طبیعی متکی هستند. برنامه‌های توسعه کسب‌وکارهای کوچک زراعتی برای بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌ها، ایجاد فرصت‌های کاری و تقویت مصونیت غذایی اهمیت ویژه دارد. ریاست زراعت می‌گوید که تداوم چنین پروژه‌هایی می‌تواند در خودکفایی خانواده‌های روستایی و رشد پایدار اقتصادی نقش مؤثری ایفا کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت