د لبنیاتو، درملو او اصلاح شویو تخمونو د تولید او وارداتو مرکزونه څارل کېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۸:۴۴
د لبنیاتو، درملو او اصلاح شویو تخمونو د تولید او وارداتو مرکزونه څارل کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کیفیت تضمین او د معیارونو د رعایت په موخه د لبنیاتو، حیواني او نباتي درملو تولیدي او وارداتي مرکزونو او د اصلاح شویو تخمونو د تولیدي شرکتونو د څارنې لړۍ په مرکز او ولایتونو کې پیل کړې ده.  
د یادې څارنې پلاوي په جوړښت کې د کرنې، صنعت او سوداګرۍ، مالیې او عامې روغتیا وزارتونو، د ستندرد ملي ادارې او ښاروالۍ استازې شامل دي، چې پکې د تولید کچه، کیفیت، امکانات، تولیدي بهیر او سرچینې ارزول کېږي.  
دا اقدام د ریاست‌الوزرا د اداری مرستیالۍ د حکم پر اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ترسره کېږي، چې موخه یې د بازار غوره تنظیم او د معیاري تولیداتو تأمین بلل شوی دی.

مراکز تولید و تورید محصولات لبنی، ادویه و تخم بذری نظارت می‌شوند

وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌هدف تضمین کیفیت و رعایت استندردها، روند نظارت از مراکز تولید و تورید محصولات لبنی، ادویه حیوانی و نباتی و شرکت‌های تولید تخم بذری را در مرکز و ولایات آغاز کرده است.
این نظارت که با مشارکت هیأتی متشکل از نمایندگان وزارت‌های زراعت، صنعت و تجارت، مالیه، صحت عامه، اداره استندرد ملی و شاروالی انجام می‌شود، بر میزان تولید، کیفیت، امکانات، روند تولید و منابع تأکید دارد.
این اقدام به اساس حکم معاونیت اداری ریاست‌الوزرا به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری صورت گرفته است و هدف آن تنظیم بهتر بازار و تأمین محصولات معیاری در کشور عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ اداري او د همغږۍ غونډه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یوناما له مسوولانو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي. . .

بازگشت