د خوشتیپې کانال د تخنیکي مطالعې راپور بشپړېدو په پار غونډه وشوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۵:۲۲
د خوشتیپې کانال د تخنیکي مطالعې راپور بشپړېدو په پار غونډه وشوه

۱۸ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری، د خوشتیپې کانال د تخنیکي مطالعې (مقایسوي هایډرولوژیکي مطالعاتو) د بشپړېدو او د اوبو سربند په موخه غونډه او د خوشتیپې ملي پروژې د سرچینو پیدا کولو لپاره له تخنیکي ټیم سره خبرې وشوې.
په غونډه کې لومړی د (AACS) تخنیکي ټیم د سر بند په اړه تخنیکي راپور د کرنې وزارت تخنيکي ټيم سره شریکه کړه او ترڅنګ يې د کرنې وزارت اړوند تخنیکي ټیم هم د پروژې په اړه خپل تخنیکي نظریات له (AACS) سره شریک کړل.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د AACS تخنیکي ټیم ته لارښونه وکړه، چې د اوبو ظرفیت ته په کتو د کلدار او خوشتیپې سیمې څخه یو انتخاب او نهايي شي او د سربند رغولو تخنیکي راپور د روان زېږديز کال د جنوري تر ۱۵مې نیټې بشپړ او کرنې وزارت ته وسپاري، تر څو د راپور له بشپړېدو وروسته يې پاتې چارې پیل شي.
بايد وويل شي، چې د خوشتيپې د اوبولګولو د ملي پروژې اوبه د امو له سینده تامنیږي، چې د کندز له ولایت څخه پیل او د فاریاب ولایت کې پای ته رسیږي. ددې پروژې په پلي کولو سره څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره نوي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د یادې پروژې د لومړي پړاو څېړنې بشپړ شوي دي او د ۲۰۲۱ ام کال په لړ کې به يې د رغولو چارې پیل شي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

بازگشت