د خوست قلندر کې پر یوشمېر بزګرانو سپینې سرې ووېشل شوې
١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د قلندر ولسوالی پر ۳۱۰ بزګرانو سپېنې سرې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هر بزګر ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوې ده، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د دوی د حاصلاتو زیاتول دي.
دغه مرستې پر هغو بزګرانو وېشل شوي دي، چې تر دې مخکې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم ورکړل شوې وه.