د ایران د حیواني روغتیا له چاراکو سره د کرنې وزارت د تخنیکی ټیم کتنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۵:۱۷
د ایران د حیواني روغتیا له چاراکو سره د کرنې وزارت د تخنیکی ټیم کتنه

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
ایران ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، په ترڅ کې د کرنې وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني او د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني د ایران هېواد د مالدارۍ روغتیا له چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه، تخنیکي ټیم د دغه وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني دکرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني په شتون کې د ایران د حیواني روغتیا له چارواکو سره د تخنیکي خبرو اترو تر سره کولو په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د ایران د حیواني روغتیا چارواکو د سیروم د تولید، واکسین جوړولو، د قرنطین سټیشنونو د معیاري کولو، د څارویو د څانګې د انلاین قرنطین سندونو، د څارویو د پوستکو د واردولو او صادرولو او نورو تخنیکي څانګو کې د کرنې وزارت له چارواکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د کرنې وزارت تخنیکي ټیمونو ته به په یادو برخو کې لنډ مهاله روزنیز کورسونه برابر کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني د څارویو د روغتیا په بېلابېلو تخنیکي برخو د بحث په ترڅ کې د ایران د حیواني روغتیا له مسوولینو څخه وغوښتل چې د لابراتوارونو د تجهیزاتو او تاسیساتو په ترمیم کې همکاري وکړي، چې د ایراني چارواکو له خوا ومنل شو.
دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت د حیواني روغتیا چارواکو د څارویو د خوراکي موادو د برابرولو، په افغانستان کې دننه د افغان متخصصینو لپاره د واکسین او سیروم د تولید لپاره د روزنیزو برنامو زمینې برابرولو، د مالدارۍ او
او قزل آلا کبانو د پالنې په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې بېلابېلو برخو کې به د افغانستان دکرنې وزارت سره همکاري کوي.
دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت تخنيکي ټيم د ایران هېواد د چمتووالي هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانينو په چوکاټ کې د ايران له اسلامي جمهوريت او د دغه هېواد له پانګوالو سره هر ډول تعامل او همکارۍ ته چمتو دي.

دیدار تیم تخنیکی وزارت زراعت با مسوولان سازمان دامپزشکی ایران 
۱ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
در جریان سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت زراعت و داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت با مسوولان سازمان دامپزشکی (صحت حیوانی) ایران دیدار کردند.
به اساس هدایت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان تیم تخنیکی با حضور  حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت زراعت و داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت جهت انجام بحث های تخینیکی با مسوولان سازمان دامپزشکی ایران دیدار کردند.
در این دیدار مسوولان سازمان دامپزشکی ایران در بخش‌های سیروم سازی، واکسین سازی، میعاری سازی قرنطین استیش ها، آنلاین سازی سرتفیکیت‌های قرنطینی بخش حیوانات، واردات و صادرات پوست حیوانات و سایر بخش‌های تخنیکی تعهد همکاری را با مسوولان وزارت زراعت سپرده و اطمینان دادن که برای تیم‌های تخنیکی وزارت زراعت افغانستان در بخش‌های متذکره دوره‌های کوتاه مدت آموزشی را فراهم می‌نمایند.
در همین حال داکتر مختار محسنی رییس صحت حیوانی وزارت زراعت ضمن بحث در بخش‌های مختلف تخنیکی صحت حیوانی از مسوولان سازمان دامپزشکی ایران خواست تا در قسمت ترمیم وسایل و امکانات لابراتواری بخش‌های ریاست صحت حیوانی و مالداری افغانستان همکاری نمایند که از جانب مقابل پذیرفته شد.
همچنان مسوولان سازمان دامپزشکی جمهوری اسلامی ایران ابراز علاقه مندی و آماده گی کردن که در بخش‌های چون فراهم سازی مواد خوراکه حیوانی، فراهم سازی زمینه‌ آموزش تولید واکسین و سیروم  برای متخصصین افغانستان در داخل افغانستان، سرمایه گذاری در بخش مالداری و پرورش ماهی قزل آلا در افغانستان و سایر بخش‌ها در همکاری با وزارت زراعت افغانستان کارنمایند.
که در ادامه تیم تخنیکی وزارت زراعت افغانستان از ابراز آماه گی طرف مقابل استقبال کرده و اطمینان دادن که در چارچوب  قوانین و مقرارت امارت اسلامی افغانستان آماده هرنوع تعامل و همکاری با جمهوری اسلامی ایران و سرمایه گذاران آن کشور می‌باشند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت